کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹) : د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره کابل ته را رسېدلی دی.
یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د غویي په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې خلیلزاد نن کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې له افغان مشرانو سره د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه به په دغو لیدنو کې ډېر تمرکز د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو ، د تاوتریخوالي کمولو او د بندیانو د خوشې کېدو د ځنډېدلې لړۍ پر بېرته پیل وکړي .
تردې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد د قطر او افغانستان په سفر روان شوی دی، که څه هم خلیلزاد درې ورځې مخکې را روان شوی و، خو دا چې هغه قطر کې له طالبانو سره لیدلي که نه، په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د یادونې ده چې خلیزاد دوه اوونۍ مخکې هم قطر، هند او پاکستان ته سفر کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن