کابل (پژواک، ٣١ غويی ۹۹): ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته دستور ورکړ چې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو او بریدونو د دفع کولو او د خلکو د امنیت او خوندیتوب د ټینګښت په موخه باید خپل عملیات د دقیق پلان له مخې کره ترسره کړي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د غويي په ٣١مه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ فوق العاده غونډې کې پرون مازیګر د هېواد عمومي امنیتي وضعیت او احتمالي ګواښونه او بریدونه و ارزول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې چې په ارګ کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو په کې حضور درلود.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده غونډه کې ولسمشر امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د هېواد د دفاع او د وسله والو مخالفينو د ګواښونو او بریدونو د دفع کولو او د خلکو د امنیت او خوندیتوب د تامین په موخه باید خپل عملیات د دقیق پلان له مخې کره ترسره کړي.
همدارنګه ولسمشر کندوز ولایت ته د طالبانو له لوري متوجه ګواښونو او خطرونو ته په اشارې د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو ته دستور ورکړ چې د خلکو د ډاډمن امنیت د تامین په موخه په لازمو تدابېرو او تیاریو د وسله والو مخالفينو پلانونه شنډ او د هغوی د بریدونو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د کندوز امنيتي چارواکو ويلي وو چې طالبانو وړمه شپه د کندوز ښار د نيولو هڅه کړې وه خو له ماتې سره مخ شوې ده.
د یادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني وروسته له هغه امنیتي ځواکونو ته د عملیاتو د پیل اجازه ورکړه چې وسله والو مخالفينو د روانې غویي میاشتې په ۲۳ مه کابل ښار کې پر یوه روغتون او ننګرهار ولایت کې د جنازې پر مراسمو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې يې ٥١ کسان و وژل شول او له سلو ډېر ټپيان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن