ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا هبت الله: امریکا دې چاته اجازه نه ورکوي چې تړون له ناکامۍ سره مخ کړي

ملا هبت الله: امریکا دې چاته اجازه نه ورکوي چې تړون له ناکامۍ سره مخ کړي

author avatar
20 May 2020 - 11:46
ملا هبت الله: امریکا دې چاته اجازه نه ورکوي چې تړون له ناکامۍ سره مخ کړي
author avatar
20 May 2020 - 11:46

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹) : د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله له امریکاسره لاسلیک کړی تړون تاریخي بریا یاد کړې او له امریکا غوښتي چې ددې تړون د ناکامۍ اجازه چاته ورنه کړي.

د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند دغه څرګندونې په هغه پیغام کې کړې دي چې په پنځو ژبو د دوی د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته استول شوی او په ټولنیز شبکو کې یې هم خپور کړی دی.

هغه خلکو ته د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ په دې پیغام کې د هېواد د وروستیو او روانو حالاتو او جریاناتو په اړه هم خپل دریځ څرګند کړی دی.

ملا هبت الله ویلي، د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د طالبانو سیاسي اړیکې د پخوا په نسبت ډېرې پراخې شوې دي، د طالبانو موقف اوتګلاره ورته واضحه شوې چې پر بنسټ یې باور او اعتماد رامنځ ته شوی دی.

د طالبانو مشر ویلي، چې دوی انحصار طلبه پالیسي نه لري، د هرچا که هغه نارینه وي که ښځينه حقه حقوق به ورته رسیږي، څوک به د محرومیت او محکومیت احساس ونه کړي او ټولو هغو برخو ته به رسېدنه وشي چې د ټولنې په رفاه، پياوړتیا او ابادۍ کې اړین دي، هرڅه به د مقدس شریعت په رڼا کې پرمخ ځي.

هغه له امریکا سره د طالبانو لاسلیک کړی تړون تاریخي برید یاد کړې او په ډاګه کړې یې ده چې که  په صادقانه ډول عملي شي د ټولو جهتونو په ګټه ده، طالبان دې تړون ته ژمن دي، له مقابل جهت څخه هم غواړي چې په خپلو ژمنو کلک ودریږي او پرېنږدې چې دا فرصت ضایع شي.

ملا هبت الله له امریکا غوښتي، چاته اجازه ورنه کړي چې د دواړولوریو ترمنځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي.

نوموړي له بشري بنسټونو ، بېلابېلو خیریه بنسټونو او شخصیتونو څخه غوښتي چې د حکومت په زندانونو کې د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو او خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي.

د طالبانو مشر په هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه جدي اندېښنه ښودلې په همدې اساس یې د ملکي خلکو د ژوند ساتلو او هغوی ته د زیان نه اړولو لپاره ځانګړی کمېسیون توظیف کړی، ترڅو په جګړو کې د طالبانو له خوا ملکي خلکوته ضرر ونه رسیږي.

خو  ملا هبت الله ادعا کړې چې د مقابل لوري له خوا په مکرر ډول ملکي خلک او عامه کورونه تر بمبارونو، توغندیزو بریدونو او حملو لاندې نیول کیږي چې ځورونکی عمل دی.

د طالبانو مشر ویلي، د کرونا ناروغي یوه نړیواله وبا ده او دعا یې کړې چې الله تعالی مسلمانان له دې وبا څخه وژغوري.

نوموړي زیاته کړې چې د یادې ناروغۍ د کنټرول په لاره کې د طالبانو د روغتیا کمېسیون ته لارښوونه شوې چې تر خپله وسه پورې هلې ځلې وکړي، خلکوته روغتیایي اسانتیاوې ورسوي او هېوادوالو ته یې هم توصیه داده چې له دې مرض څخه د ځان ساتنې لپاره شرعي او صحي تدابیر په پام کې ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.