ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوشمېر وکیلان: د غني او عبدالله له تړون سره ډېموکراسي دفن شوه

یوشمېر وکیلان: د غني او عبدالله له تړون سره ډېموکراسي دفن شوه

author avatar
20 May 2020 - 16:18
یوشمېر وکیلان: د غني او عبدالله له تړون سره ډېموکراسي دفن شوه
author avatar
20 May 2020 - 16:18

کابل(پژواک،۳۱ غویی ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ پر سیاسي تړون نیوکه، خو ځینې نور یې بیا هرکلی کوي.

تر څو میاشتو اختلافاتو وروسته بالاخره څو ورځې مخکې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې عبدالله د مصالحې شورا مشر او د کابینې نیم وزیران ورکړل شول.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي حفیظ الله جلیلي وویل، له سیاسي تړون څخه څرګنده شوه چې ټاکنو ګټونکی نه درلود او له دغه کار سره دوی ډېموکراسي دفن کړه.

د پکتیکا د خلکو استازي خالد اسد بیا وویل چې دواړو مشرانو د واک لپاره تړون کړی، نه د خلکو د ښیرازۍ او هوساینې لپاره .

د هغه په وینا، دواړه مشران د واک په لټه کې وو او له دې تړون وروسته به څوک   په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

د هرات د خلکو استازي سمین بارکزۍ وویل چې تر دې تړون وروسته باید د ټاکنو کمېسیون لغوه شي، ځکه چې دغه کمېسیون پر ټاکنو میلیونونه ډالر ولګول، خو کومه ګټه یې ونه کړه.

یو شمېر نورو وکیلانو هم پر دې تړون سختې نیوکې وکړې، خو بیا ځینو یې نه یواځې هرکلی، بلکې ملاتړ هم وکړ.

د دایکنډي ولایت د خلکو استازي علي اکبر جمشیدي له دې تړون څخه د هرکلي ترڅنګ وویل چې دا د اړتیا له مخه شوی دی.

هغه هیله څرګنده کړه چې له دې تړون سره په هېواد کې یووالی رامنځته او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د ولسي جرګې مرستیال چې د نننۍ ناستې مشري یې هم کوله، له دې تړون څخه هرکلی وکړ، خو هیله یې څرګنده کړه چې دا هوکړه باید سمه پلې شي .

هغه له دواړو مشرانو وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه سمه ګټه واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.