کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹) : د پاکستان ولسمشر عارف علوي وایي چې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې هر کلی او په افغانستان کې د دوامداره سولې ملاتړ کوي.
د پاکستان ولسمشر دغه څرګندونې پرون ددغه هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې پر مېشتو افغان کډوالو د مرستو د وېش لړۍ د پیل په مراسمو کې کړې دي.
په دغو مراسمو کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل او نورو ځایي چارواکو هم ګډون کړی وو.
د پاکستان ولسمشر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د دوامداره سولې ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره د نېکو اړیکو غوښتوونکی دی.
علوي ټینکار وکړ، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونو د کډوالو پر مخ خپلې دروازې تړلې دي، خو پاکستان له ۳۵ کلونو راهیسې د څو میلیون افغان کډوالو کوربتوب کوي.
نوموړي زیاته کړې چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره هر ډول مرستو او همکاریو ته به ادامه ورکړي.
ده ویلي چې د کرونا ضد مبارزه کې له افغان کډوالو او ځایی خلکو سره یو ډول چلند کیږي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابریږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن