ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو وزارت: طالبان دې اختر کې اوربند او د تاوتریخوالي کمول تجربه کړي

د کورنیو چارو وزارت: طالبان دې اختر کې اوربند او د تاوتریخوالي کمول تجربه کړي

author avatar
21 May 2020 - 21:27
د کورنیو چارو وزارت: طالبان دې اختر کې اوربند او د تاوتریخوالي کمول تجربه کړي
author avatar
21 May 2020 - 21:27

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له وسله والو طالبانو غوښتي چې د کوچني اختر په ورځو کې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په لومړۍ نېټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې طالبانو ته ویلي چې د روژې میاشتې په جګړو کې افغانانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان خلک سولې او ارامۍ ته خوښ دي، نو راشئ د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت له تاوتریخوالي او جګړو لاس واخلئ او د خوښۍ په دې ورځو کې اوربند او تاوتریخوالي کمول تجربه کړئ.

ارین ویلي چې جګړه د حل لاره نه ده او که د پرېکړې واک لرئ ، نو له جګړې لاس واخلئ.

نوموړي په داسې حال کې دا غوښتنه کړې چې د ملي امنیت شورا د ادعا له مخې، طالبانو په روژې میاشت کې څه دپاسه ۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده چې ولسمشر اشرف غني، اسلامي سازمان، ملګرو ملتونو، ناټو او اروپایي اتحادیې د روژې میاشتې او کرونا لپاره د اوربند غوښتنې کړې دي، خو طالبانو رد کړې دي.

طالبان وایي چې پر اوربند د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال خبرې کیږي او له امریکا سره د لاسلیک کړي تړون پر بشپړ عملي کیدا ټینګار کوي چې ددوی په وینا، بندیان باید خوشې شي.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.