ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینې سرچینې پر کرونا د طالبانو د یوشمېر غړو د اخته کېدو ادعا کوي

ځینې سرچینې پر کرونا د طالبانو د یوشمېر غړو د اخته کېدو ادعا کوي

author avatar
21 May 2020 - 15:22
ځینې سرچینې پر کرونا د طالبانو د یوشمېر غړو د اخته کېدو ادعا کوي
author avatar
21 May 2020 - 15:22

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نیټه ۹۹) : ځینې سرچینې وایي چې د طالبانو یو شمېر مشران اوغړي هم پر کرونا اخته شوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا راپورونه ردوي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې ددغې ډلې مرستیال سراج الدین حقاني، مولوي نور الدین ترابي، ملا فاضل ، ملا صمد ثاني،  حمیدالله اخندزاده ، ملا امیر خان متقي ، ملا ناصر، پیر اغا او یو شمېر نور قوماندانان په کرونا د اخته کسانو په ډله کې شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې د یو شمېر مشرانو د کورنیو غړي هم کرونا نیولي او تر قرنطین او درملنې لاندې دي.

بلخوا ناتایید شوي راپورونه وایي چې د طالبانو ځینې غړي له کرونا څخه مړه شوي هم دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا راپورونه او اوازې ردوي او وایي چې تر اوسه د دوی په صفونو کې کرونا ناروغي نشته.

هغه پژواک ته وویل چې دی هم له ټولنیزو شبکو څخه له داسې اوازو خبر شوی، خو دوی پوښتنه کړې ټول مشران او غړي روغ دي.

د مجاهد په وینا، ځینې حلقې د خلکو په منځ کې د تشویش اچولو په موخه دا ډول بې بنسټه اوازې خپروي چې دوی یې په کلکه ردوي.

د یادونې وړ ده چې کرونا د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، د کابل والي او د ولسمشرۍ ماڼې لسګونه غړي هم نیولي وو، چې اوس بېرته روغ شوي دي.

 په ټوله نړۍ کې پنځه میلیونه کسان پر کرونا اخته شوي، ۲۳۰ زره یې له امله مړه شوي او دوه میلیونه بېرته ترې روغ شوي دي.

په افغانستان کې هم کرونا په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، تر اوسه ۸۶۰۰ کسان پرې اخته شوي، ۱۹۳ مړه او ۹۳۳ کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.