ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندرابي: که د کابل هره حوزه کې د موټرسایکل سپرو له خوا ترور وشو، آمر یې له دندې ګوښه کیږي

اندرابي: که د کابل هره حوزه کې د موټرسایکل سپرو له خوا ترور وشو، آمر یې له دندې ګوښه کیږي

author avatar
23 May 2020 - 11:48
اندرابي: که د کابل هره حوزه کې د موټرسایکل سپرو له خوا ترور وشو، آمر یې له دندې ګوښه کیږي
author avatar
23 May 2020 - 11:48

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۹): د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي ګواښ کړی، چې که د کابل ښار په هره حوزه کې د موټرسایکل سپرو له خوا ترور وشو، امر یې له دندې ګوښه کیږي.

دا په داسې حال کې چې له تېرې څه مودې راهیسې په کابل ښار کې د موټرسایکلونو په ګرځېدو بندیز لګېدلی، خو پرون د۱۲ مې حوزې اړونده د احمدشاه بابا مېنې سیمه کې له موټرسایکل څخه په استفادې یو پولیس ووژل شو او بل ټپي شو.

دکورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک اژانس ته وویل چې سرپرست وزیر اندرابي پر پرونۍ پېښې سخت غبرګون ښودلی او اړوندو حوزو ته یې ګواښ کړی دی.

ده زیاته کړه : (( وزیر د حوزو امرینو ته ویلي، د ترور په صورت کې دې په خپله  دنده پرېږدي، د اعتراض او شکایت حق نه لري.))

د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي و:"د څېړنو له مخې کابل ښار کې ډېرې تروریستي پېښې، هدفي وژنې او جنايي جرمونه د موټرسایکل سپرو له خوا کېږي. پر دې بنسټ درنو کابل ښاریانو ته خبر ورکول کېږي څو د روان کال د وري میاشتې د ۲۷نېټې (چهارشنبې) له پیله د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو دې د موټرسایکلونو له ګرځولو په کلکه ډډه وکړي. "

د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ له یاد امر څخه د سرغړونې له امله په کابل ښار کې د لسګونو موټرسایکلونو د نیول کېدو خبر ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.