کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال وحيدالله مجروح د لوګر ولايت په مرکز کې له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى.
دغه پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د لوګر ولايت د مرکز اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال وحيدالله مجروح په خپله فېسبوک پانه کې ليکلي دي چې د روغتيايي خدمتونو د ارزونې په موخه يې خوست، لوګر او پکتيا ولايتونو ته سفر کړى و.
هغه وايي چې پلازمېنې کابل ته د بېرته راستنېدو پرمهال په لوګر کې له وسله وال بريد سره مخ شوى دى.
دى زياتوي: "د کوم هېوادوال دعا وه چې له دغه بريده روغ ووتلم. "
بل لورته د لوګر د عامې روغتيا رييس رسول ګل ثمر هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې وحيد مجروح له دغه بريده روغ وتلى دى.
خو د لوګر د والي وياند ديدار لونګ بيا وايي: "د مرکز اړوند د پادخاب شانې په سيمه کې جګړه وه په همدې وخت کې د وحيد مجروح موټر له دغه ځايه تېرېده چې يوه مرمۍ لګېدلى دى."
دى هم وايي چې په دغه پېښه کې مجروح ته کوم زيان نه دى رسيدلى.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې ده چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن