د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کورنيوچارو وزارت : په وروستیو درېیو میاشتو کې جنایي جرمونه ۲۵ سلنه کم شوي

د کورنيوچارو وزارت : په وروستیو درېیو میاشتو کې جنایي جرمونه ۲۵ سلنه کم شوي

May 23, 2020 - 20:32

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې د جنایي جرمونو کچه د وړمو درېیو میاشتو په پرتله ۲۵ سلنه ټیټه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په درېیمه، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېرو درېیو میاشتو (کب، وري او غویي) کې په ټول هېواد کې ۳۰۰۰ جنایي پېښې ثبت شوې او په تړاو یې ۳۵۰۰ کسان نیول شوي چې تر عدلي تعقیب لاندې دي.

دی وایي چې له دغو پېښو ۱۶۹ کابل کې دي چې په تړاو یې ۱۳۶ کسان نیول شوي دي. هغه زیاته کړه چې په دې پېښو کې قتل، تښتونې، غلاوې، ترافیکي پېښې، کیسه بورۍ، د موبایل تښتونې او نور بېلا بيل جنایي جرمونه شامل دي. ارین وایي چې د نیول شویو کسانو قضیې عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د تېر کال په لیندۍ، مرغومي او کب میاشتو کې په ټول هېواد کې څلور زره جنایي جرمونه ثبت شوي او په تړاو یې ۵۶۰۰ کسان نیول شوي وو. دغه شمېرې ښیي چې تېرو درېیو میاشتو کې تر دې د مخکې درېیو میاشتو په پرتله په جنایي جرمونو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی. طارق ارین وایي چې په کابل او ټول هېواد کې د مجرمینو پر ضد د پولیسو عملیات ادامه لري او هېڅوک له قانون څخه تېښته نه شي کولی. ده وویل چې کورنیو چار وزارت په دې وروستیو کې د ۴۳ مجرمینو لېست خپور کړی چې د هغوی پر سر انعام هم اعلان شوی دی. هغه له هېوادوالو مننه وکړه چې د امنیت په ټینګښت او د مجرمینو په نیولو کې له امنیتي ارګانونو سره همکاري کوي

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking