کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې وسله والو طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې پر۱۱۰ ټولګټو تاسیساتو او بیارغونې پروژو بریدونه کړي دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په ۳مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه په ۱۴ ولایتونو کې ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړه چې په یاده موده کې طالبانو پر ۴۱ ښوونځیو، شپږو روغتونونو، ۴۰ پلونو او پولګوټو، ۱۵ د برېښنا پایو، پنځه مخابراتي پایو بریدونه کړي او ځینو سیمو کې یې سړکونه ویجاړ کړي دي.
ارین وایي چې په غور او زابل ولایتونو کې یې دوه داسې پلونه هم ویجاړ کړي چې دوه ولایتونه یې سره نښلول. د کورنیو چارو وزارت ویاند د ملکي تلفاتو په اړه وویل چې وسله والو طالبانو په قطر کې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه له امریکا سره دتړون له لاسلیک وروسته ۱۶۶۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا، د طالبانو په دې سلګونو بریدونو کې ۵۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۴۴ نور ټپیان شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. بلخوا دملي امنیت شورا ويلي چې وسله والو طالبانو د روژې په میاشت کې تر ۵۵۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو دولتي ادعا رد کړې او ویلي دي چې دولتي او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن