کابل(پژواک،۳ غبرګولی ۹۹): د عربي متحده اماراتو مرسته شوي ۷ ټنه طبي وسایل کابل ته راورسېدل او د لېږد په الوتکه که يې هغه ۱۵۰ تنه افغانان هم هېواد ته وړیا راولېږدول شول چې د کرایې پیسې یې نه لرلې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د دغو څرګندونو تر څنګ راغلي چې یاد توکي نن کابل ته راورسېدل.
سرچینه لیکي چې عربي متحده اماراتو تر دې مخکې هم له افغانستان سره د طبی وسایلو مرسته کړې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې له افغانستان سره د عربي متحده اماراتو مرستې مهمه بللې او له امله یې له یاد هېواد څخه مننه کړې ده.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی. تر اوسه افغانستان کې پر دغې ناروغۍ ۹۲۱۶ تنه اخته شوي او له دې ډلې ۲۰۵ تنه مړه او ۹۹۳ تنه روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن