ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب : طالبان دې د سولې او مخامخ خبرو لپاره خپل چمتووالی ثابت کړي

محب : طالبان دې د سولې او مخامخ خبرو لپاره خپل چمتووالی ثابت کړي

author avatar
23 May 2020 - 20:41
محب : طالبان دې د سولې او مخامخ خبرو لپاره خپل چمتووالی ثابت کړي
author avatar
23 May 2020 - 20:41

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۹) : د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې طالبان افغانانو ته له جنګ پرته بله تحفه او سولې ته هیڅ ارداه نه لري. نوموړي دغه څرګندونې د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت خپل پیغام کې کړې دي. هغه وایي چې الله تعالی د روژې په میاشت کې له نورو سره د همدردۍ او خواخوږۍ امر کړی، خو د دولت وسله والو مخالفینو د الهي امر خلاف، په دې مبارکه میاشت کې هم د افغان مسلمانانو عام وژنې ته دوام ورکړ. هغه زیاته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هیواد کې د سرتاسري او دایمي سولې لپاره د ولس له غوښتنې سره سم منظم اقدامات کړي، بر عکس طالبانو د افغان ولس، اسلامي نړۍ او ملګرو ملتونو له مکررو غوښتنو ورورسته هم تاوتریخوالی نه دی درولی. محب وایي، طالبانو په خپل قيد كې د ټولو زندانیانو په نه خوشې کولو او د بهرنیانو په لمسون افغان وژنې ته په دوام ورکولو سره دا بیا ثابته کړه، چې له جنګ او وحشت پرته افغانانو ته بله تحفه او سولې ته هیڅ اراده نه لري. د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، په داسې حال کې، چې په هېواد کې سیاسي حالت تر پخوا پیاوړی شوی او د جمهوریت صف په ګډه د سولې خوا ته ځي، طالبان هم باید د سولې او مخامخ خبرو د سمدستي پیل لپاره خپله وړتیا او امادګي ثابته کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.