ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې لس زره ته ورسېد

په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې لس زره ته ورسېد

author avatar
23 May 2020 - 14:06
په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې لس زره ته ورسېد
author avatar
23 May 2020 - 14:06

کابل (پژواک،د غبرګولي ۳مه ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ٧٨٢ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۳٧٧) يې په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال ډاکټر وحیدالله مجروح د غبرګولي په درېيمه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ١٥٢٨ شکمنو پېښو ٧٨٢ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ٩٩٩٨ ته لوړ شو.

هغه زیاته کړه، تر اوسه له دې ناروغۍ ١٠٤٠ کسان بېرته روغ شوي او ٢١٦ کسان یې له امله مړه شوي دي .

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۳٧٧ په کابل، ١٥٠ په هرات، ٤٩ په بلخ، ٤٧ په غزني،٣٢ په ننګرهار، ٢٨ په پکتيا، ٢١ په سمنګان، ١٢-١٢ په لوګر، پکتيکا او بغلان، ١١ په کاپيسا، لس په کونړ، شپږ په لغمان، ٤-٤ په بادغيس، غور او فراه او درې هم په تخار ولايتونو کې ثبت شوې دي.

مجروح دا هم وويل چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د کرونا ويروس پېښې له حده ډېره شوې دي که چېرې هېوادوال اړوندې لارښونې عملي نه کړي يوه لويه انساني فاجعه به رامنځته شي.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د ځان او د خپلو دوستانو د مصونيت لپاره د اختر په ورځو کې په کور کې پاتې شي او له چېرته تګ څخه ډډه وکړي.

ده زياته کړه: ((که دوه تر څلورو اوونيو پورې نور هم موږ په کورونو کې پاتې شو د کرونا ويروس پېښې به ډېر کمې او حداقل ته به ورسيږي که چېرې دغه کار ونه کړو لويه انساني فاجعه به رامنځته شي.))

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۹۲۶۱ مثبتو پېښو څخه ٣٤٦٠ په کابل، ١٦١١ په هرات، ۶۳۶ په کندهار، ٧٤٥ په بلخ، ٥٤٥ په ننګرهار، ٣٨٤ په پکتيا، ٢٣٦په تخار، ٢٠٦ په بغلان، ١٧٩ په لغمان، ٢١١ په غزني، ١٧٨ په سمنګان، ١٤١ په لوګر، ۱۴۵ په وردګو، ۱۱۸ جوزجان، ١٢٦ په کونړ، ۱۱۴ په پنجشېر، ١١١ په بادغيس، ۸۷ په کندوز، ۹۴ په پروان،٧٧ په پکتيکا او ٧٣ په سرپل ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ٦٤ مثبتې پېښې په فراه، ٦٣ په نيمروز، ٥٨ په خوست، ٥١ په کاپيسا، ٤٨ په غور، ٤٥ په هلمند، ۳۸ په زابل، ٣٧ په باميان، ۲۷ په دايکندي، ۱۷ په بدخشان، پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.