ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: طالبان دې د جګړې ډګر ته د خوشې شویو بندیانو دتګ مخه ونیسي

امریکا: طالبان دې د جګړې ډګر ته د خوشې شویو بندیانو دتګ مخه ونیسي

author avatar
24 May 2020 - 21:38
امریکا: طالبان دې د جګړې ډګر ته د خوشې شویو بندیانو دتګ مخه ونیسي
author avatar
24 May 2020 - 21:38

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په افغانستان کې ددرې ورځني اوربند د هرکلي ترڅنګ له طالبانو غوښتي دي چې د جګړې ډګر ته د خوشې شویو بندیانو دتګ مخه ونیسي.

نوموړي دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د پکتیا ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د سولې پروسې له مخې یو تن خوشې شوی طالب بندي په تازه جګړه کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان حکومت او وسله والو طالبانو داختر د دریو ورځو لپاره داوربند اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د اوربند داعلان د هرکلي ترڅنګ ویلي چې دوی داوربند ترلاسه کولو لپاره سخت کار کړی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې دې اوربند سره افغانان دا چانس ترلاسه کړي چې د اختر د خوښۍ ورځې په خوندي فضا کې ترسره کړي.

پومپیو ویلي چې د افغانستان حکومت او طالبان باید له دې فرصت څخه عظیمه استفاده وکړي څو دیوه سوله ییز راتلونکي لپاره کار وکړي.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د سولې په لاره کې هغه “پاتې خنډونه”هم لرې کړي چې بین الافغاني مذاکرات یې ځنډولي دي.

نوموړي‌ ویلي: “متحده ایالتونه د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ د ګډې اعلامیې تطبیق ته ژمن دي.”

پمپیو همدغه راز له طالبانو وغوښتل چې له افغان زندانونو څخه خوشي شوي جنګیالي پرېنږدي چې بیا د جګړې لیکو ته ولاړ شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.