ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دايکندي ځوانان: د خپل ځان ساتنې لپاره له رواجونو تېرېږو او په خپلو کورونو کې پاتې کيږو

دايکندي ځوانان: د خپل ځان ساتنې لپاره له رواجونو تېرېږو او په خپلو کورونو کې پاتې کيږو

author avatar
24 May 2020 - 15:39
دايکندي ځوانان: د خپل ځان ساتنې لپاره له رواجونو تېرېږو او په خپلو کورونو کې پاتې کيږو
author avatar
24 May 2020 - 15:39

کابل (پژواک، ٤غبرګولی ۹۹): د دایکندي يو شمېر ځوانان پر کور پاتې د ټينګار تر څنګ وايي، د کرونا ويروس د خپريدو او اقتصادي ستونزو له امله کوژده شوي کسان بايد له رواجونو تېر شي او د دولت له وسله والو مخالفينو غواړي چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان تر اختر په خوښيو تېر شي.

د اختر په ورځو کې افغانان نوي کالي اغوندي، د اختر تر لمانځه وروسته د خپلو خپلوانو کره ځي، د بېلابېلو ميوو، کيک او کلچو په وړاندې کولو سره د ميلمنو ښه راغلاست کوي.

خو سږ کال د کرونا ويروس د خپرېدو له امله چې نږدې لس زره کسان په افغانستان کې په دې ناورغۍ اخته شوي، د دې لامل کېږي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله اختر په بېل ډول ولمانځل شي.

د نيلي ښار ۳۷ کلن محمدابراهیم رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل:« په تېرو اخترونو کې به موږ د اختر په ورځو کې نوي کالي اغوستل او د اختر لمانځه تر اداء کولو وروسته به ډلې ډلې د اختر مبارکۍ په موخه د يو او بل کورونو ته تلو، د ماشومانو، ځوانانو او پاخه عمر لرونکو کسانو ډلې به بېلې وې او په پوره خوښۍ سره به يې اختر لمانځه.»

خو دی زياتوي، سږ کال ډېرو کورنيو هوډ کړی چې له خپلو کورونو نه راوځي او يوازې د ټولنيزو شبکو او ټيلفون له لارې يو او بل ته اختر مبارکي ورکوي.

نوموړی زياتوي:«موږ خپلې ډلې ته ويلي که انشاءالله کرونا ورکه شوه، لوی اختر به پوره خوشاليو سره ولمانځو خو سږ کال په خپلو کورونو کې پاتې کيږو.»

د دایکندي د شهرستان ولسوالۍ د نجونو له ډلې ګل اندام نجفي پژواک ته وويل چې د دوی په کليو کې د اختر په دريېو ورځو کې د خپلو خپلوانو کورونو ته تګ، د ناورغانو پوښتنه، له بېولوزو سره مرستې د کوچني اختر له ادبونو څخه دي.

نوموړې زياتوي:«خو موږ سږ کال هوډ کړی چې اختر په خپلو کورونو کې لمانځو، د تېرو کلونو په شان تګ راتګ نه کوو، ځکه زموږ، زموږ د کورنۍ او خپلوانو ژوند تر هر څه مهم دی. »

ګل اندامه په هېواد کې روانو جګړو او ناامنيو ته په اشارې سره وويل:«زه د جګړې له ښکېلو ډلو غواړم چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي تر څو خلک د ارامۍ ساه وباسي او اختر په کراره فضا کې ولمانځي.»

د دايکندي د پاتوی ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه نظري له خپلې کورنۍ سره يوځای هوډ کړی چې د اختر په ورځو کې له کوره نه راوځي تر څو د کرونا ويروس له خپرېدو خپله کورنۍ او خپلوان وژغوري.

هغه وايي:«ما خپل قوم او خپلوان هوډ کړی چې د اختر په ورځو کې په خپلو کورونو کې پاتې کيږو، تر څو خپل ځان مو ساتلی وي او اختر په ډېر ښه ډول له خپلې کورنۍ سره ولمانځو، رسم او رواجونه پرېږدو تر څو د کرونا له ناورينه خلاص شو.»

نوموړې زياتوي، په تېرو اخترو کې هغو کورنيو چې اولادونه کوژده شوي وو، تر اختر څو ورځې وړاندې به يې د جلۍ کور ته خوراکي توکي وروړل او د هلک ته به يې کالي او نورو ځينې اړين توکي وروړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.