کابل (پژواک،۴ غبرګولی ۹۹) : د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې پر یوه کور د مرمۍ لګیدو له امله څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د غبرګولي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه تیره شپه په نهو بجو د الیشنګ ولسوالۍ په کنډی سلا سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې هلته د یوه پر کور مرمۍ لګیدلې چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دولتزي په وینا، په سیمه کې امنیتي ځواکونو پلټنې پیل کړې دي څو معلومه کړي چې دا مرمۍ د چا لخوا فیر شوې وه.
د بلخوا دسیمې یو تن اوسیدونکي سیف الرحمن پژواک ته وویل چې په دې پيښه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
هغه وایي چې د سیمې سلګونو اوسیدونکو داعتراض په توګه مړي او ټپیان د ولایت په لوري روان کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن