ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: دطالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ بیا پیلوو

ولسمشر غني: دطالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ بیا پیلوو

author avatar
24 May 2020 - 12:20
ولسمشر غني: دطالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ بیا پیلوو
author avatar
24 May 2020 - 12:20

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د طالبانو لخوا داوربند داعلان د هر کلي ترڅنګ وویل چې دافغانستان حکومت به د  طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ بیا پیل کړي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته پخپلو څرګندونو کې کړې دي.

د مصالحې شورا رییس ډاکتر عبدالله او یو شمیر نورو دولتي چارواکو هم په دې مرامسو کې ګډون کړي وو.

ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د طالبانو لخوا د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې تیره شپه یې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې اوربند په بشپړه مراعت کړي او یواځی دفاعي حالت غوره کړي.

هغه زیاته کړه، سوله د ټول ولس غوښتنه ده ، د سولې پروسه د یوې ډلې یا شخص پورې تړاو نه لري، بلکې دا ټول افغان ولس پورې تړاو لري او د سولې په تړاو وروستۍ پریکړه ولس کوی.

ولسمشر وایي : ((ما د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره په تېرو څلورو اونیو کې د ټولو قول اردوګانو او د ولایتونو له امنیه قوماندانانو او د ملي امنیت له رئیسانو سره جلا جلا د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د شرایطو د ښه والي پخاطر تفصیلي خبرې وکړې او د ملاتړ ډاډ مې ورکړ.))

نوموړي زیاته کړه، یو وار بیا ژمنه کوي چې د امنیتي ځواکونو معنوي او مادي ملاتړ به د پخوا په څیر په ښه توګه روان وي، داسې ملاتړ چې  د سرتېرو تجهزات او اعاشه تر پخوا لا بهتره شي.

ولسمشر اشرف غني  وویل : (( زه د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوم چې د خپلو سرونو په قربانولو سره د خپلو وطنوالو امنیت او د هېواد د ثبات لپاره مبارزه کوي. زه د دوی له کورنیو څخه مننه کوم چې بچیان یې د ملي ځواکونو لیکو ته، د وطن مقدسې دفاع ته لېږلي. یو ځل بیا ټول ولس په خاصه توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د اختر مبارکي وایم.))

نوموړي اعلان وکړ چې دافغانستان حکومت به یو ځل بیا دطالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیلوي او له طالبانو یې هم وغوښتل چې له کوم ځنډ پرته بندیان خوشې کړي.

د یادونې وړ ده چې دسولې پروسې له مخې دافغانستان حکومت تر اوسه زر تنه طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو ویلي چې ۲۶۰ دولتي بندیان خوشې کړي، خو حکومت وایي چې په دې کې یواځې ۱۷۰ یې دولتي بندیان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.