د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امریکا: طالبان دې د جګړې ډګر ته د خوشې شویو بندیانو دتګ مخه ونیسي

امریکا: طالبان دې د جګړې ډګر ته د خوشې شویو بندیانو دتګ مخه ونیسي

May 24, 2020 - 21:38

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په افغانستان کې ددرې ورځني اوربند د هرکلي ترڅنګ له طالبانو غوښتي دي چې د جګړې ډګر ته د خوشې شویو بندیانو دتګ مخه ونیسي.

نوموړي دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د پکتیا ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د سولې پروسې له مخې یو تن خوشې شوی طالب بندي په تازه جګړه کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان حکومت او وسله والو طالبانو داختر د دریو ورځو لپاره داوربند اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د اوربند داعلان د هرکلي ترڅنګ ویلي چې دوی داوربند ترلاسه کولو لپاره سخت کار کړی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې دې اوربند سره افغانان دا چانس ترلاسه کړي چې د اختر د خوښۍ ورځې په خوندي فضا کې ترسره کړي.

پومپیو ویلي چې د افغانستان حکومت او طالبان باید له دې فرصت څخه عظیمه استفاده وکړي څو دیوه سوله ییز راتلونکي لپاره کار وکړي.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د سولې په لاره کې هغه "پاتې خنډونه"هم لرې کړي چې بین الافغاني مذاکرات یې ځنډولي دي.

نوموړي‌ ویلي: "متحده ایالتونه د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ د ګډې اعلامیې تطبیق ته ژمن دي."

پمپیو همدغه راز له طالبانو وغوښتل چې له افغان زندانونو څخه خوشي شوي جنګیالي پرېنږدي چې بیا د جګړې لیکو ته ولاړ شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan