کندوز ښار ( پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : په تخارولایت کې ددوو نامسوولو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د غبرګولي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا نښته نن ددغه ولایت د کلفکان ولسوالۍ په قروق سای په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې هلته په یاده سیمه کې د دوو غیر مسوولو وسله والو ترمنځته نښته شوې چې له امله یې له دواړو لوریو څخه ۹ تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د اسیر په وینا، په وژل شويو کسانو کې د مهدي په نامه د غیر مسوولو وسله والو یو تن قوماندان هم شامل دی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند په دې اړه نور جزییات ورنکړل.
دا نښته په داسې حال کې شوې چې نن دافغانستان ددولت او طالبانو لخوا داختر دریو ورځو کې اوربند اعلان شوی دی.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن