کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو د نیکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا تیره شپه ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی د اختر په ورځو کې اوربند اعلانوي.
ده ویلي چې ددوی مشرتابه خپلو ټولو وسله والو ته سپارښتنه کړې چې هیچرې دې یرغلیز بریدونه نه کوي او د هیوادوالو د ارامه اختر لپاره ټول اقدامات وکړي.
خو هغه زیاته کړې چې پر دوی باندې د هر ډول بریدونو څخه به دفاع کیږي او ځواب به یې ورکول کیږي.
د طالبانو ویلي چې دوی خپلو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې د حکومت ساحو ته ورشي او نه هم هغوی ته اجازه ورکول کیږي چې دطالبانو ساحو ته ولاړ شي.
بلخوا ولسمشر اشرف غني د طالبانو د اعلان د هرکلي ترڅنګ د حکومت له لوري هم د اوربند اعلان کړی دی.
هغه په ټویټر کې لیکلي د وسله والو ځواکونو د سراعلی قوماندان په توګه ټولو ځواکونو ته امر کوي چې داختر په ورخو کې دې اوربند وکړی .
د یادونې وړ ده چې د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې د روژې او کرونا په مناسبت د اوربند غوښتنې کولې، خو طالبانو رد کړي وو.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن