کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوی دي.
د هغه د کورنۍ یو تن غړي عبدالبصیر منصور د غبرګولي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې مولوي کشاف نن سهار په کابل کې وفات شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک اژانس ته وویل چې د مولوي کشاف جنازه په ځانګړو مراسمو کې ننګرهار ته لیږدل شوې او د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې یې د جنازې مراسم ترسره کیږي.
بلخوا ولسمشر اشرف د هغه په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې راغلي ، چې مولوي قیام الدین کشاف د خپل عمر ډېره برخه د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو او الهي احکامو حاصلولو او نورو ته رسولو ته وقف کړه.
نوموړي د خپلې خدای ورکړې پوهې او علم له برکته، هیواد او ټولنې ته ډېر د قدر وړ خدمتونه وکړل او ځوانان یې د دین په اساساتو او الهي احکامو وپوهول او همدارنګه یې په اسلامي او ملي روحیه وروزل.
سرچینې زیاته کړې، مولوي قیام الدین کشاف متواضع، مصلح او خیرخواه انسان و چې د ژوند تر وروستۍ شیبو یې نور د الهي احکامو پرځای کولو، خیر، فلاح او سوله ییز ژوند ته وربلل. په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د نوموړي هڅې او دعوت د قدر وړ دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي کشاف پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال د افغانستان د دفاع او د جهاد فریضې د ادا کولو په موخه د مجاهدینو لارښوونه وکړه او تل یې د قران او نبوي احادیثو په رڼا کې د افغانستان دفاع او د جهاد فریضې پرځای کولو ته ځوانان هڅول.
نوموړي له خپل وطن او خلکو سره بې سارې مینه لرله او د ژوند تر پایه د افغانستان د نظام او خلکو ترڅنګ او کلک ملاتړی و، د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده.
ولسمشر د هغه په مړینه د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ د هغه کورنۍ او د هیواد ټولو علماوو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
دغه راز یو شمیر نورو سیاسي، جهادي مشرانو، دولتي چارواکو او مخورو هم د هغه په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن