ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتياپوهان: د اختر په ورځو کې په ډېر خوړو د روژې روغتیایي ګټې مه ضایع کوئ

روغتياپوهان: د اختر په ورځو کې په ډېر خوړو د روژې روغتیایي ګټې مه ضایع کوئ

author avatar
24 May 2020 - 11:30
روغتياپوهان: د اختر په ورځو کې په ډېر خوړو د روژې روغتیایي ګټې مه ضایع کوئ
author avatar
24 May 2020 - 11:30

کابل(پژواک، ٤ غبرګولی۹۹):متخصصین وايي، روژه کې انسان ډېرې روغتیایي ګټې، لکه د کلستورل او وزن کموالی او رواني سلامتیا تر لاسه کوي، خو د دغو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره  باید اختر کې له ډېرو خوړو ډډه وشي. 

هغوی توصيه کوي چې د اختر په ورځو کې بايد ډېر خوراک ونه شي، د وچې مېوې، کيک او کلچو پر ځای تازه ميوې وخوړل شي، د ګاز لرونکو څښاک پر ځای خالي اوبه او بسته شویو او سره کړل شویو خوړو  پر ځای سابه، يخني او آش وخوړل شي.

د عامې روغتیا وزیر ستر سلاکار او او د خوړو متخصص ډاکټر همايون لودين پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل چې د روژې په مبارکه مياشت کې معده شاوخوا ۱۷ ساعته ارام کوي او داسې عادت کيږي چې په اسانۍ سره خواړه نه شي هضمولای؛ نو توصيه کېږي چې د اختر په ورځو کې د سختو خوړو له خوړلو ډډه وشي.

هغه وایي چې ډېر خوراک د بد هضمۍ، اسهال، کانګو او مايعاتو د له منځه تلو لامل کېږي او دغه حالت ته  د خوړو تسمم ويل کېږي.

د هغه په وينا، د اختر په ورځو کې ډېر خوراک د دې تر څنګ چې د هاضمې په سيسټم کې ستونزې رامنځته کوي، د کسالت، ستومانتیا، سردرد او کمزورتيا لامل هم کيږي.

دی زياتوي، د اختر په ورځو کې ډېر خوراک د دې ترڅنګ چې عارضي ستونزې رامنځته کوي، کولای شي اساسي روغتيايي ستونزې هم راپيدا کړي.

ده زياته کړه:«غوره لار داده چې د اختر په ورځو کې لږ خواړه وخوړل شي، ځکه د نه خوړولو پر وړاندې هېڅ ستونزه نه شته، روژه هم نه ده چې پېشلمې وي او يا د ورځې په جريان کې څه ونه خوړل شي.»

د هغه په وينا، د تازه ميوو کارول د وجود لپاره غوره خواړه دي، بايد بدلونونه رامنځته شي او د وچې مېوې، کيک او کلچو پر ځای بايد تازه ميوه وکارول شي.

لودین توصیه کرد که شهروندان در ایام عید از خوردن غذاها، نوشابه ها و سایر محصولات پاکت شده آمادۀ بازاری از قبیل نوشابه های گازدار، آب میوۀ پاکتی و انواع شیرینی باب خودداری کنند؛ زیرا روغنی که در کیک و کلچه استفاده شده، به بدترین روغن تبدیل شده و بدن توانایی جذب آن را نمی داشته باشد و منجر به سکته های مغزی و بلند رفتن فشار خون می شود.

لودين توصيه کوي چې هېوادوال بايد د اختر په  ورځو کې د بازار د پاکټ شويو خوراکونو، ګاز لرونکيڅښاک، د ميوو د پاکټ شويو اوبو له کارولو ډډه وکړي، ځکه کوم غوړي چې د کيک او کلچو د پخولو پر مهال کارول کیږی، تر ټول بد غوړي دی چې وجود يې د جذب ځواک نه لري، د مغزي سکتې او د وينې د لوړ فشار د رامنځته کېدو لامل کيږي.

دی زياتوي، که څوک د يوې ورځې په موده کې له لسو مغزونو (چهارمغز، بادام، پستې او خستې) ډېر وکاروي د خوړو له تسمم، بد هضمۍ او نورو روغتیایي ستونزو سره مخ کیدای شي.

هغه وايي، اوبه بايد ډېرې وکارول شي، سره کړي خواړه د وجود لپاره تر ټولو بد خواړه دي، ځکه معده د اختر په ورځو کې د داسې خوړو له هضم سره نه وي بلده، نو ځکه باید ونه خوړل  شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.