د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لغمان کې پر یوه کور د مرمۍ لګیدو له مله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لغمان کې پر یوه کور د مرمۍ لګیدو له مله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 24, 2020 - 11:58

کابل (پژواک،۴ غبرګولی ۹۹) : د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې پر یوه کور د مرمۍ لګیدو له امله څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د غبرګولي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه تیره شپه په نهو بجو د الیشنګ ولسوالۍ په  کنډی سلا سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې هلته د یوه پر کور مرمۍ لګیدلې چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دولتزي په وینا، په سیمه کې امنیتي ځواکونو پلټنې پیل کړې دي څو معلومه کړي چې دا مرمۍ د چا لخوا فیر شوې وه.

د بلخوا دسیمې یو تن اوسیدونکي سیف الرحمن پژواک ته وویل چې په دې پيښه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي چې د سیمې سلګونو اوسیدونکو داعتراض په توګه مړي او ټپیان د ولایت په لوري روان کړي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan