د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د طالبانو داوربند په بدل کې دهغوی د دوه زره بندیانو دازادولو اعلان وکړ

ولسمشر د طالبانو داوربند په بدل کې دهغوی د دوه زره بندیانو دازادولو اعلان وکړ

May 24, 2020 - 22:09

کابل( پژواک ۴ غبرګولی ۹۹) ولسمشر اشرف غني حکم کړی چې تر ۲۰۰۰ تنو د طالب بندیانو د ازادولو بهیر پيل شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې دا د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند لپاره د ښه نیت ښودل دي.
طالبانو تېره شپه اعلان وکړ چې د د کوچني اختر د درې ورځو لپاره په ټول هېواد کې اوربند کوي چې په غبرګون کې یې افغان حکومت هم اوربند اعلان کړ.
د ولسمشر ویاند په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي چې حکومت د سولې بهیر د بریا په درشل کې نور ګامونه به هم پورته کړي.
ولسمشر غني نن سهار د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته اعلان وکړ چې د طالب بندیانو ازادولو بهیر به له سره پيل شي.
دا بهیر څو اوونۍ مخکې د هغه څه له امله چې افغان حکومت سولې ته د طالبانو نه لېوالتیا ګڼله ودروه.
افغان حکومت له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته تراوسه زر طالب بندیان ازاد کړي او طالبانو هم ځينې امنیتي ځواکونه چې له دوی سره اسیر وو ازاد کړي دي.
ولسمشر غني تېره شپه د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان په ځواب کې امنیتي ځواکونو ته حکم وکړ چې دفاعي حالت غوره کړي او اوربند ته درناوی وکړي.
تېره اوونۍ امنیتي ځواکونو د ولسمشر غني په حکم یرغلي حالت غوره کړ.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan