د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په افغانستان کې ۱۰۵۸۲ تنه په کرونا اخته، ۱۱۸ مړه او ۱۰۷۵ روغ شوي

په افغانستان کې ۱۰۵۸۲ تنه په کرونا اخته، ۱۱۸ مړه او ۱۰۷۵ روغ شوي

May 24, 2020 - 14:53

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره په هېواد کې د ټولو ناروغانو شمېره لس زره او ۵۸۲ ته رسیدلې ده.

 عامې روغتيا وزارت له خوا د غویي په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۲۰۶  شکمنو پېښو ۵۸۴ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۵۸۲ ته لوړشو.

سرچینې زیاته کړې، تراوسه له دې ناروغۍ ۱۰۷۵ کسان بېرته روغ شوي او ۲۱۸ نور یې له امله مړه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تر ټولو زیات ۳۵ په هرات، ۳۰ په بلخ او ۲۹ په کابل کې مړه شوي دي، دغه راز ۲۱ په ننګرهار کې  ۱۶ کندهار کې، ۱۴ غزني کې، او اته تخار کې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې تر تولو زیاتې ۳۳۴ په کابل،  او۱۰۰ په هرات کې ثبت شوې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan