ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان مشرانو د حکومت او طالبانو لخوا داوربند د اعلان هر کلی کړی دی

افغان مشرانو د حکومت او طالبانو لخوا داوربند د اعلان هر کلی کړی دی

author avatar
25 May 2020 - 12:10
افغان مشرانو د حکومت او طالبانو لخوا داوربند د اعلان هر کلی کړی دی
author avatar
25 May 2020 - 12:10

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان سیاسي مشرانو د حکومت او طالبانو لخوا داوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

وسله والو طالبانو وړمه شپه اعلان وکړ چې د اختر په درېیو ورځو کې به له خپل اړخه اوربند کوي، څو هیوادوال په ډاډه زړه د اختر خوښۍ ولمانځي.

د طالبانو له اعلان سمدستي وروسته ولسمشر غني هم په ټول هیواد کې اوربند اعلان وکړ او امنیتي ځواکواکونو یې سپارښتنه وکړه چې په دې ورځو کې یواځې له ځانه  دفاع وکړي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ددغې پریکړې د نړیوالې کچې ترڅنګ په ملی کچه هم په پراخه توګه هرکلی شوی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د اوربند د اعلان هرکلی او ستاینه کړې ده. هغه هیله څرګنده کړې چې دا نیک اقدام په ټول هیواد کې د سراسري او تلپاتې سولې لامل شي.

د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ددې د هرکلي ترڅنګ ویلي چې دا دسولې پر وړاندې ټولو غوره اقدام دی.

هغه زیاته کړې چې له دې فرصت څخه په استفادې به افغانان وکولی شي داختر خوښۍ په ډاډمنه فضا کې ونمانځي .

ډاکټر عبدالله ویلي چې د باور فضا رامنځته کیدو به د بندیانو د خوشې کولو لړۍ او بین الافغاني مذاکرات هم ژر تر ژره پیل شي.

د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر پیر سید حامد ګیلاني هم د زړه له کومي د اوربند  داعلان هرکلی کړی دی.

هغه په یوه خبرپاڼه کې هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري حکومت او طالبان له دې ستر فرصت څخه سمه ګټه پورته کولو سره د سولې لپاره نور مهم ګامونه  پورته کړي.

د سولې او اعتدال ټاکنیز مشر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د اوربند د اعلان د هرکلي ترڅنګ ویلي چې دا د سولې لپاره هیله بخښونکی اقدام دی.

هغه زیاته کړې چې دغه کار به د بندیانوخوشې کولو او د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو سره مرسته وکړي.

دغه راز ګڼ شمیر نورو سیاسي مشرانو، مدني ټولنو او مدني فعالانو هم د اوربند هرکلی کړی دی.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.