ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د حکومت له لوري د دوه زرو نورو بنديانو د خلاصولو هرکلى وکړ

طالبانو د حکومت له لوري د دوه زرو نورو بنديانو د خلاصولو هرکلى وکړ

author avatar
25 May 2020 - 09:37
طالبانو د حکومت له لوري د دوه زرو نورو بنديانو د خلاصولو هرکلى وکړ
author avatar
25 May 2020 - 09:37

کابل( پژواک، ٥ غبرګولی ۹۹): د طالبانو سياسي دفتر د حکومت له لوري د دوه زره نورو طالب بنديانو د خلاصولو هرکلى کوي او وايي چې د زندانيانو د خلاصون پروسه بايد بشپړه شي.

پرون د اختر د لمانځه پرمهال ولسمشر غني وويل چې د دوه زورو نورو طالب زندانيانو د خلاصولو بهير به پيل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې دا د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند لپاره د ښه نیت ښودل دي.

طالبانو تېره شپه اعلان وکړ چې د د کوچني اختر د درې ورځو لپاره په ټول هېواد کې اوربند کوي چې په غبرګون کې یې افغان حکومت هم اوربند اعلان کړ.

د اړوندې موضوع په اړه د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې له مقابل جهت څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی.

هغه زياتوي: ((د دوحې په توافق نامه کې د پنځه زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه بشپړه شي ترڅو دبین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لرې شي او ورپسې پرمختګونو ته زمینه مساعده شي.))

شاهين دا هم ويلي دي چې طالبان له خپل لوري د زندانيانو د خلاصون لپاره ژمن دي.

د يادونې وړ ده چې حکومت څو اوونۍ وړاندې د طالب زندانيانو د خلاصولو پروسه د هغه څه له امله چې افغان حکومت سولې ته د طالبانو نه لېوالتیا ګڼله ودروله.

افغان حکومت له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته تراوسه زر طالب بندیان ازاد کړي او طالبانو هم ځينې امنیتي ځواکونه چې له دوی سره اسیر وو ازاد کړي دي.

ولسمشر غني تېره شپه د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان په ځواب کې امنیتي ځواکونو ته حکم وکړ چې دفاعي حالت غوره کړي او اوربند ته درناوی وکړي.

تېره اوونۍ امنیتي ځواکونو د ولسمشر غني په حکم یرغليز حالت غوره کړى و.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.