کابل (پژواک، ٥ غبرګولی ۹۹): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵٩١ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې ترټولو ډېر (٣٩٠) يې په پلازمېنه کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د غبرګولي په پنځمه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې له ١٠٩٥ شکمنو پېښو څخه ٥٩١ يې مثبت دي.
سرچينه وايي چې له يادو ٥٩١ پېښو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ١١١٧٣ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شويو پېښو کې ٣٩٠ په کابل، ٦٢ په هرات، ٣٦ په بلخ، ٢١ په بادغيس، ١٨ په ننګرهار، ١٤-١٤ په کونړ او تخار، ١١ په جوزجان، اووه په ميدان وردګو، ٥-٥ په پکتيا او بغلان، درې په خوست، دوه-دوه په پنجشېر او غور او يوه هم په باميان ولايتونو کې ثبت شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې تراوسه له دې ناروغۍ ۱۰۷۵ کسان بېرته روغ شوي او ۲۱٩ نور یې له امله مړه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په مړو شويو کسانو کې ۳٦ په هرات، ۳۰ په بلخ، ۲۹ په کابل، ۲۱ په ننګرهار، ۱۶ په کندهار، ۱۴ په غزني او اته هم په تخار ولايتونو کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن