ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره له پنځه ونیم میلیونو اوښتی

په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره له پنځه ونیم میلیونو اوښتی

author avatar
25 May 2020 - 11:57
په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره له پنځه ونیم میلیونو اوښتی
author avatar
25 May 2020 - 11:57

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره له پنځه ونیم میلیونو اوښتی چې تر ټولو زیات ناروغان او مړي په امریکا کې دي.

 د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې  د کرونا ناروغانو شمېره له پنځه نیم میلیونو ته رسېدلې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې شاوخوا دوه میلیونه او درې سوه زره  نور ناروغان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳۴۶ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره له یو میلیون او ۷۰۰ زرو  څخه اوښتې او تر۹۹ زرو ډېر کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته روسیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته  ۳۴۴  زره کسان پرې اخته، خو یواځې درې نیم زره کسان مړه شوي، دغه راز په برازیل کې هم ۳۶۵ زره کسان پرې اخته او ۱۶ زره مړه شوي دي.

دغه راز هسپانیه ، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا،  جرمنی ، ترکیه او هندوستان هغه هیوادونه چې د کرونا له امله ډیر کسان ناروغه او مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۱۱ زره کسان پرې اخته، ۲۲۱ مړه او ۱۱۰۰  تنه بېرته روغ شوي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.