ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د طالبانو سل نور زندانيان هم ازاد کړل

حکومت د طالبانو سل نور زندانيان هم ازاد کړل

author avatar
25 May 2020 - 15:24
حکومت د طالبانو سل نور زندانيان هم ازاد کړل
author avatar
25 May 2020 - 15:24

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٩): د ملي امنيت شورا وايي چې د ولسمشر له وروستي حکم سره سم د طالبانو سل نور زندانيان له بګرام زندان څخه ازاد کړاى شول.

د افغانستان د ملي امنيت شورا د ملکي وګړو د وژنې د مخنيوي برخې مشر انتظار خادم د غبرګولي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له بګرامه خوشي شوي دا کسان له هغو ۲۰۰۰ طالبانو څخه دي چې ولسمشر يې پرون د خوشې کولو حکم کړی و.

د هغه په خبره، له پلان سره سم به حکومت هر اوونۍ پنځه سوه طالبان له زندان څخه ازادوي.

د خادم د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې حکومت طالبانو زر او طالبانو د حکومت ٢٤٥ زندانيان ازاد کړي دي.

د قطر هېواد په دوحې ښار کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تفاهم له مخې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل موخه بايد حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان هم د حکومت زر زندانيان ازاد کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د اختر له لمانځه وروسته وويل چې د سولې لپاره د ښه نيت ښودلو په موخه يې د دوه زره نور طالب زندانيانو د خوشې کولو حکم کړى دى.

حکومت څو اوونۍ وړاندې د طالبانو د خوشې کولو لړۍ درولې وه او ويلي و چې دغه ډله هره ورځ جګړې کوي او تاوتريخوالي نه کموي.

بل لورته د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله ټوېټر پاڼه کې د حکومت له لوري د دوه زره نورو طالبانو د خلاصون هرکلى کړى دى او ويلي يې دي چې تر بين الافغاني مذاکراتو وړاندې بايد ټول پنځه زره زندانيان ازاد کړاى شي ترڅو مذاکراتو زمينه برابره شي.

د يادونې وړ ده چې حکومت او طالبانو سولې ته د ښه نيت ښودلو په موخه د روان اختر په دريو ورځو کې يو د بل پر وړاندې اوربند هم اعلان کړى دى.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.