کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٩): د ولسي جرګې يو شمېر غړي د کوچني اختر په ورځو کې د حکومت او وسله والو طالبانو له لوري د اوربند د اعلانولو هرکلى کوي خو وايي چې د اوربند لړۍ بايد تر هغه ادامه پيدا کړي ترڅو بين الافغاني مذاکراتو زمينه برابره شي.
دوه ورځې وړاندې حکومت او وسله والو طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د دريو ورځو لپاره يو د بل پر وړاندې اوربند اعلان کړ.
په ورته وخت کې نړيوال ټولنې هم په هېواد کې د دغه اوربند له اعلان څخه هر کلى کوي.
دغه راز ولسمشر غني هم پرون د دوه زره طالب زندانيانو د خلاصون حکم صادر کړ.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي د حکومت او طالبانو له لوري د اوربند هرکلى کوي خو د اوربند پر دوام ټينګار کوي.
د اړوندې موضوع په اړه په ولسي جرګه کې د هرات استازي غلام فاروق مجروح د غبرګولي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت او طالبان بايد اوربند ته ادامه ورکړي ترڅو د بين الافغاني مذاکراتو لپاره زمينه برابره شي.
هغه وايي چې اوربند د خلکو د خوښۍ لامل شوى، دواړه لوري بايد د سولې په برخه کې باور جوړونې لپاره ورته کړنې ترسره کړي.
د مجروح په وينا د اوربند دوام د سولې لړۍ ته چټکتيا بښي، دواړه لوري بايد د خلکو غوښتنې ته چې د سولې راتګ دى لبيک و وايي.
دغه راز په ولسي جرګه کې د کندهار استازي خليل مجاهد پژواک ته وويل، سره له دې چې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله خلک نه شي کولاى له خپلو کورونو ووځي، خو اوربند يې د خوښۍ لامل شوى او دغه لړۍ بايد ادامه پيدا کړي.
دى زياتوي چې اوربند کولاى شي د سولې پروسه ګړندۍ کړي، نو دغه لړۍ بايد ادامه پيدا کړي ترڅو افغانان سولې ته ورسيږي.
نوموړى د ښکيلو لوريو ترمنځ د باور جوړونې لپاره اوربند مهم بولي او وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو تر پيل پورې بايد اوربند ادامه پيدا کړي.
د يادې جرګې يو شمېر نور غړي هم ورته نظر لري او د اوربند د غځېدو غوښتوونکي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن