د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د تېلو پمپ کې د اور لګېدو له امله ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د تېلو پمپ کې د اور لګېدو له امله ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 25, 2020 - 14:26

جلال اباد (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٩): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د تېلو په يوه پمپ کې د اور لګېدو له امله دوه مړه شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په پنځمه پژواک ته وويل چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د شيشم باغ سيمه کې د تيلو په يوه پمپ کې اور لګېدلی دى.

هغه وايي چې اور د تېلو پمپ کې د ګازو له امله رامنځته شوی چې اوسمهال د اور وژنې ډلې له لوري مړ شوی دی.

خوږياڼي زياتوي، په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي او اته نور ټپيان دي چې روغتيايي وضعيت يې ‌ښه نه دى.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل بیا وايي چې تر اوسه د پېښې له ځايه لس کسان په سوځېدلي حالت کې روغتون ته انتقال شوي دي.

دی وايي، د پېښې ارقام شايد تغيير وکړي.

دی زياتوي چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د واجد په نوم د سيمې يو اوسېدونکي پژواک ته وويل، تر اور لګیدو وړاندې د چاودنې غږ پورته شو فکر کېده چې چاودنه شوې خو وروسته په ډاګه شوه چې د بې احتياطۍ له امله پمپ کې اور لګېدلی دی.

 

 

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan