د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پمپيو: په افغانستان کې اوږدمهاله اوربند يا اورکم بايد رامنځته شي

پمپيو: په افغانستان کې اوږدمهاله اوربند يا اورکم بايد رامنځته شي

May 25, 2020 - 15:57

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزير له ولسمشر سره په خبرو کې کې ويلي چې په افغانستان کې بايد اوږدمهاله اوربند او يا هم اورکم رامنځته شي ترڅو د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره زمينه برابره شي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ولسمشر ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري د غبرګولي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه وايي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پرون ماښام د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ټليفوني خبرې وکړې.

په دغه مکالمه کې مايک پمپيو د اختر په ورځو کې د طالبانو د اعلان شوي اوربند د هرکلي له امله د افغانستان د حکومت ستاینه کړې ده.

نوموړي همداراز له جمهوررئيس غني څخه د دوه زره طالب بنديانو د خوشې کولو پروسې د پيلولو له امله هم مننه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ويلي، هېواد يې ټينګار کوي چې په افغانستان کې اوږدمهالی اوربند يا اورکم رامنځته او مخامخ مذاکرات پيل شي.

د يادونې وړ ده چې حکومت او طالبانو سولې ته د ښه نيت ښودلو په موخه د روان اختر په دريو ورځو کې يو د بل پر وړاندې اوربند هم اعلان کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan