د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په افغانستانه کې ١١١٧٣ تنه پر کرونا اخته او ۱۱٩ مړه شوي دي

په افغانستانه کې ١١١٧٣ تنه پر کرونا اخته او ۱۱٩ مړه شوي دي

May 25, 2020 - 11:52

کابل (پژواک، ٥ غبرګولی ۹۹): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵٩١ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې ترټولو ډېر (٣٩٠) يې په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غبرګولي په پنځمه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې له ١٠٩٥ شکمنو پېښو څخه ٥٩١ يې مثبت دي.

سرچينه وايي چې له يادو ٥٩١ پېښو سره په  هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ١١١٧٣ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شويو پېښو کې ٣٩٠ په کابل، ٦٢ په هرات، ٣٦ په بلخ، ٢١ په بادغيس، ١٨ په ننګرهار، ١٤-١٤ په کونړ او تخار، ١١ په جوزجان، اووه په ميدان وردګو، ٥-٥ په پکتيا او بغلان، درې په خوست، دوه-دوه په پنجشېر او غور او يوه هم په باميان ولايتونو کې ثبت شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې تراوسه له دې ناروغۍ ۱۰۷۵ کسان بېرته روغ شوي او ۲۱٩ نور یې له امله مړه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په مړو شويو کسانو کې ۳٦ په هرات، ۳۰ په بلخ، ۲۹ په کابل، ۲۱ په ننګرهار، ۱۶ په کندهار،  ۱۴ په غزني او اته هم په تخار ولايتونو کې دي.

 

 

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan