د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډاکټران: د روغتيايي کارکوونکي سپکاوی بايد ونه شي

ډاکټران: د روغتيايي کارکوونکي سپکاوی بايد ونه شي

May 25, 2020 - 10:46

هرات ښار: (پژواک، ٥ غبرګولی۹۹): په هرات کې د کووید-۱۹روغتونونو ځينې ډاکټران وايي، ډاکټران په ګواښوونکو شرايطو کې د کرونا له ويروس سرهمقابله کوي او بايد د حکومت او خلکو له خوا تشويق شي او ملاتړ يې وشي،

عبدالرووف رحيمي په هرات کې د کووید-۱۹شيدايې روغتون  له ډاکټرانو څخه دی.

هغه له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې له خپل مسلک سره مينه او علاقه لري او سوګند یې کړی چې په هر ډول شرايطو کې به د خپلو خلکو په چوپړ کې وي.

دغه ډاکټر چې د کووید-۱۹شيدايې روغتون د ناسم وضعيت لرونکو ناروغانو د څارنې په برخه کې دنده ترسره کوي له تېرو پنځو کلونو راهيسې یې د دولتي او خصوصي روغتونونو په بېړنیو څانګو کې کار کړی.

ډاکټر رحيمي وايي له دې سره سره چې ډاکټران په ډېرو بدو شرايطو کې د خپل ځان په بيه د خلکو په چوپړ کې دي، خو  حکومت او یا کوم بسټ یی اړین ملاتړ نه دی کړی.

د هغه په وينا، ډاکټران د دې پر ځای چې د خلکو او حکومت له خوا تشويق شي، رټل کېږي او سپکاوی يې کيږي.

هغه د خپلې يوې دردونکې خاطرې يادونه کوي، وايي:«يوه ترخه خاطره به درته ياده کړم، څو ورځې وړاندې د خپلو ملګرو خوا ته تللی وم، خو هغوی راته وويل چې زموږ خوا ته مه راځه، ته کرونا لرې، دې خبرې ډېر ودردولم او زما پر روحيه يې ډېر ناوړه اغيز وکړ.»

شپږ دېرش کلن ډاکټر عبدالرووف رحيمي له خلکو غواړي چې د ډاکټرانو ملاتړ او درناوی وکړي ځکه دوی پر پوره عشق او محبت د خلکو په چوپړ کې دي.

دی دغه راز دی له دولت څخه غواړي چې د ډاکټرانو ملاتړ وکړي او حقوق يې پر خپل وخت ورکړي.

دی له بلې خوا د کرونا په ناروغۍ له اخته کسانو او کورنۍ يې غواړي چې صبر او زغم ولري

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په وينا، تر دې دمه په هرات کې د متخصصو ډاکټرانو په ګډون  ۷۰ تنه روغتیایی کارکوونکي په کرونا اخته شوي او  له دې ډلې یو تن مړ شوی هم دی.

له بلې خوا دغو ډاکټرانو له تېرو دريېو مياشتو خپلې مياشتنۍ تنخواګانې هم نه دي ترلاسه کړي.

د کرونا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر پلازمېنې کابل وروسته په هرات کې ډېر دی.

 

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan