ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۱۱۸۳۱ ته ورسېد

افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۱۱۸۳۱ ته ورسېد

author avatar
26 May 2020 - 15:38
افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۱۱۸۳۱ ته ورسېد
author avatar
26 May 2020 - 15:38

 کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۶۵۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۲۳۷) په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غبرګولي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۱۵۲ شکمنو پېښو ۶۵۸ یې مثبتې دي.

سرچینه زیاتوي چې له نویو ثبت شوو پېښو سره هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱۸۳۱ ته ورسېد

د هغه د معلوماتو له مخې، افغانستان کې تراوسه له دې ناروغۍ ۱۱۲۸ کسان روغ شوي او ۲۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ده په وینا، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۲۳۷ په کابل، ۸۵ په هرات، ۷۷ په بلخ، ۵۹ په بغلان، ۵۲ - ۵۲ په بادغيس او فراه، ۲۹ په فارياب، ۲۷ په ننګرهار، ۱۱ په باميان، لس په پکتيا، اوه په لوګر، شپږ په کاپيسا، څلور په سرپل، او يوه يوه په تخار او سمنګان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۱۱۸۳۱ مثبتو پېښو څخه ۴۴۱۱ په کابل، ۱۸۵۸ په هرات، ۶۳۶ په کندهار، ۸۷۵ په بلخ، ۶۲۵ په ننګرهار، ۳۹۹ په پکتيا، ۲۷۳ په تخار، ۲۷۰ په بغلان،۲۱۱ په غزني، ۱۸۹ په بادغیس، ۱۸۰ په لغمان، ۱۷۹ په سمنګان، ۱۶۱ په لوګر، ۱۶۰ په میدان وردګو، ۱۴۴ په کونړ، ۱۳۱ جوزجان کې، ۱۱۶ کندوز،۱۱۶ فراه، ۱۱۶ پنجشیر، ۱۰۲ په پروان، ۹۷ په فارياب، ۷۷ په سرپل، ۶۳ په نيمروز، ۷۷ په پکتيکا، ۶۱ په خوست، ۵۰ په غور، ۴۵ په هلمند او ۵۸ په باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

 دغه راز سرچینه زیاتوي چې د کرونا ويروس ۵۷ مثبتې پېښې په کاپيسا، ۳۸ په زابل، ۲۷ په دايکنډي، ۲۰ په بدخشان، پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.