ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني، ناروې، ازبیکستان، اندونیزیا او قطر افغانستان کې د دوامداره اورکم غوښتنه وکړه

جرمني، ناروې، ازبیکستان، اندونیزیا او قطر افغانستان کې د دوامداره اورکم غوښتنه وکړه

author avatar
26 May 2020 - 21:02
جرمني، ناروې، ازبیکستان، اندونیزیا او قطر افغانستان کې د دوامداره اورکم غوښتنه وکړه
author avatar
26 May 2020 - 21:02

کابل (پژواک, ۶ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي، په هغه ګډ لیک کې چې د جرمني، ناروې، اندونیزیا، اوزبکستان او قطر هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري استول شوی، په کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې له لوري د اختر په ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی شوی دی.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیک کې زیاته شوې، د اوربند اعلان د جنګ او تاوتریخوالي پای ته رسېدو کې مثبت ګام دی.
لیک زیاتوي: « موږ له ښکیلو لوریو غواړو چې په راتلونکو ورځو او اوونیو کې داسې ګامونه واخلي چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل او د بحران د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د سولې د تامین لامل شي.»
لیک د کرونا ویروس په خاطر په ټوله نړۍ کې د عمومي اوربند په اړه د ملګرو ملتونو سازمان غوښتنې ته په اشارې زیاتوي چې دوی د دایمي او هراړخیز اورکم غوښتونکي دي, ترڅو په دغو سختو شرایطو کې افغانانو ته رسېدنه وشي.
یادو هېوادونو په لیک کې په افغانستان کې د سولې پروسې هراړخیز ملاتړ کړی او د دواړو لوریو غوښتنو کې د همکارۍ لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.
لیک همدارنګه د افغانستان د سولې پروسې د ټولو ملاتړو لوریو په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو او قطر د دوامدارو کوښښونو ستاینه کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.