ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د ملکي روغتون ۷۰ تنه ډاکټران او نور کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي

د بلخ د ملکي روغتون ۷۰ تنه ډاکټران او نور کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي

author avatar
26 May 2020 - 10:16
د بلخ د ملکي روغتون ۷۰ تنه ډاکټران او نور کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي
author avatar
26 May 2020 - 10:16

مزارشریف (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۹): بلخ ولایت کې د ملکي روغتون ۷۰ تنه ډاکتران او نور روغتیایي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دغه څرګندونې د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکټر نظام الدین نن (د غبرګولي په ۶مه) پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وویل چې په یادو کسانو کې ۴۲ډاکټران، څلور قابلې، څلور نرسان،درې د لابراتوار کارکوونکي او  ۱۷تنه د روغتون خدماتي کارکوونکي شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه بلخ کې ټول ۸۷۵ تنه د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې تر پرونه ١١١٧٣کسان په دغو ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۱۰۷۵ کسان بېرته روغ شوي او ۲۱٩ نور مړه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.