چاریکار(پژواک، ۶ غبرګولی ۹۹): د پروان ولايت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز کې يې يو تن چې چادري يې پر سر کړې وه، او دغه راز د دغه ولايت د سيدخېلو په ولسوالۍ کې يو تن وژل شوی دی.
د پروان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالواسع رحيمي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ غرمه مهال يې يو تن چې چادري يې پر سر وه د پروان ولايت سل بستريز ملکي روغتون ته دننه شوی و، چې پوليسو وپېژاند او ويې نيوه.
د هغه په وينا، نيول شوی کس د پروان د مرکز د لغماني کلي اوسېدونکی دی.
د پروان د امنیت امر وايي، تراوسه نه ده معلومه چې ياد کس د کومې ډلې اړوند دی او د څه لپاره ياد ملکي روغتون ته دننه شوی و.
د يو بل خبر له مخې، د سيدخېلو په ولسوالۍ کې يو ځوان وژل شوی دی.
د پروان د سل بستريز تخصصي روغتون مشر عبدالقاسم سنګين پژواک ته وويل چې تېره ورځ شاوخوا درې بجې د يو ځوان جسد ياد روغتون ته راوړل شوی و.
په ورته مهالو د پروان امنیه قوماندان هارون مبارز وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې ياد ځوان مخکې طالب و .
مبارز په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د يادو دواړو پېښو په تړاو د پوليسو پلټنې روانې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن