ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې : د اوربند غځولو او دوامداره اورکم لپاره هڅې کیږي

سرچینې : د اوربند غځولو او دوامداره اورکم لپاره هڅې کیږي

author avatar
26 May 2020 - 11:46
سرچینې : د اوربند غځولو او دوامداره اورکم لپاره هڅې کیږي
author avatar
26 May 2020 - 11:46

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان حکومت او طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې اوو نورو ورځو ته د اوربند غځولو او تر هغه وروسته دوامداره اورکم لپاره هڅې کیږي.    

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت او طالبانو له خوا د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند پیل شوې لړۍ نن د شپې په ۱۲ بجو پای ته ورسیږي .   

د اختر په دغو ورځو کې له وړو څو امنیتي پېښو پرته په ټول هېواد کې کومه لویه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او رامنځته شوی اوربند په پراخه ملي او نړیواله کچه وستایل شو او هرکلی یې وشو.    

ولسمشر اشرف غني د طالبانو له خوا د اوربند له اعلان سره سم د دوه زره طالبانو د خوشې کولو اعلان وکړ او ممکن نن سلګونه طالبان د بګرام او څرخي پله له زندانونو خوشې شي.    

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې د هغوی ډېری غړو او مشرانو داوربند له غځولو سره موافقه کړې خو یو نیم غړي یې مخالفت کړی دی .   

سرچینې وایي چې لومړی به اوربند اوو نورو ورځو ته غځیږي او بیا به تر هغه وروسته د دوامداره اورکم لړۍ پیلیږي.    

بلخوا د افغانستان حکومت سرچینې هم د اوربند غځولو ته هیله مندې او وایي چې په دې اړه په لوړه کچه د باور رامنځته کولو هڅې روانې دي.    

یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د ولسمشر له خوا د دوه زره بندیانو د خوشې کولو اعلان او بیا نن په یوه ورځ له زندانونو د سلګونو طالبانو خوشې کول د همدې هڅو برخه ده.    

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوربند او بندیانو د خلاصولو د هرکلي ترڅنګ ویلي، دوی هڅه کوي چې د اوربند پیل شوې لړۍ وغځول شي.    

هغه له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټیلېفوني اړیکه کې ویلي چې د دوامداره اوربند او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو لپاره هڅې روانې دي.    

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.