ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امریکا کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر سل زرو ته ورسېد

په امریکا کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر سل زرو ته ورسېد

author avatar
26 May 2020 - 13:09
په امریکا کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر سل زرو ته ورسېد
author avatar
26 May 2020 - 13:09

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په امریکا کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره سل زرو ته رسېدلې او تر یو میلیون او ۷۰۰ زره زیات کسان پرې اخته شوي دي.     

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.     

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.  

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره پنځه میلیون او نږدې ۶۰۰ زرو کسانو ته رسېدلې ده.     

دغې سرچینې زیاته کړې چې شاوخوا دوه میلیونه او ۴۰۰ زره نور ناروغان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي. د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳۴۸ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره له یو میلیون او ۷۰۰ زرو څخه اوښتې او سل زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.    

تر امریکا وروسته روسیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته ۳۵۳ زره کسان پرې اخته، خو یواځې ۳۶۰۰ زره کسان مړه شوي، دغه راز په برازیل کې هم ۳۷۰ زره کسان پرې اخته خو هلته ۲۳ زره مړه شوي دي.    

دغه راز هسپانیه ، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا، جرمنی ، ترکیه او هندوستان هغه هیوادونه دي چې د کرونا له امله ډېر کسان ناروغه او مړه شوي دي   .

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۱۱۵۰۰ زره کسان پرې اخته، ۲۲۵ مړه او ۱۱۰۰ تنه بېرته روغ شوي دي.            

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.