ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د بغلان کروندګر: په حاصلاتو کې هرکال د ګټې پرځاى تاوان کوو

​د بغلان کروندګر: په حاصلاتو کې هرکال د ګټې پرځاى تاوان کوو

author avatar
26 May 2020 - 17:12
​د بغلان کروندګر: په حاصلاتو کې هرکال د ګټې پرځاى تاوان کوو
author avatar
26 May 2020 - 17:12

پلخمري (پژواک، ۶غبرګولى ٩٩): د بغلان کروندګر وايي چې د کرنې په برخه کې د اړين مديريت د نشتوالي له امله هرکال دوى اړ کيږي چې خپل حاصلات په ټېټه بيه وپلوري او يا يې هم حاصلات له منځه ځي.

خو بل لورته د بغلان د کرنې رياست چارواکي وايي چې د يادې ستونزې د حل لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د مرکز پلخمري د لوګريو د کلي يو تن کروندګر عبدالجميل پژواک ته وويل چې هرکال رومي، پياز، تازه سبزي او هندواڼې کري چې ډېرى وخت په کې تاوان او يا هم ډېره لږه ګټه کوي.

هغه وايي: ((زموږ د کورنۍ ټول غړي، هرکال د ځمکې د حاصلاتو لپاره ډېر زحمت باسي، خو د حاصلاتو وخت کې بيه دومره ټېټه وي چې بيا موږ ډېره لږه ګټه يا تاوان کوو او يا مو حاصلات بيخي خراب شي او له منځه ځي.))

هغه د بېلګې په توګه وويل چې تېرکال يې په ١٥ جريبه ځمکه کې پياز کرلي وو چې د سړو خونو د نشتون له امله يې پياز من په ٣٠ افغانۍ وپلورل چې د ګټې پرځاى يې تاوان په کې وکړ.

دغه راز د بغلان د تازه ميوو يو تن بڼوال نعيم الدين پژواک ته وويل چې تېرکال يې د انګورو حاصلاتو خپله د سر بېه هم نه ده پوره کړې.

دى زياتوي: ((دا معلومه خبره ده چې د هر موسم مېوې ټول په يوځاى پخيږي، نه داسې څوک پيدا کيږي چې ټول يوځاى واخلي او نه داسې ځاى وي چې موږ خپلې ميوې په کې وساتو، نو ټول خراب شي چې د ګټې پرځاى تاوان په کې کوو.))

په ورته وخت کې يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد د دوى د حاصلاتو د ساتلو او خرڅلاو لپاره اړين مديريتي پروګرام برابر کړي، ترڅو دوى تاوان او نورو ستونزو سره مخ نه شي.

د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د کرنې رييس عبدالغياث صديقي پژواک ته وويل چې په تېرو کلونو کې د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې او پالنې په موخه مشورې ورکول شوي او ځينې پروګرامونه هم ورته ترسره شوي دي.

دى وايي چې د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې په موخه تېره اوونۍ په دغه ولايت کې د ٣٥٥ سړو خونو د جوړېدو چارې پيل شوې چې ډېر ژر به يې چارې بشپړې شي.

ده وويل: ((د دغو سړو خونو په جوړېدو سره به تر ډېره د کروندګرو ستونزې هوارې شي او بيا به له داسې مشکلاتو سره نه مخ کيږي.))

صديقي دا هم وويل چې بغلان کې د بڼوالي ملي پروګرام له لارې پر څلورنيم زره هکټاره ځمکه باغونه هم جوړ شوي چې اويا سلنه يې حاصلاتو ته چمتو دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.