ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیانو کې د ښځو د حقونو فعالان: په دولتي ادارو کې باید د ښځو ګومارنې ډېرې شي

بامیانو کې د ښځو د حقونو فعالان: په دولتي ادارو کې باید د ښځو ګومارنې ډېرې شي

author avatar
26 May 2020 - 09:49
بامیانو کې د ښځو د حقونو فعالان: په دولتي ادارو کې باید د ښځو ګومارنې ډېرې شي
author avatar
26 May 2020 - 09:49

بامیان(پژواک، ۶غبرګولى  ۹۹): په باميانو کې د ښځو د حقوقو ځينې فعالان وايي، په دغه ولایت کې ورځ تر بلې د لوړو زده کړو لرونکو ښځو شمېر ډېرېږي، خو په دولتي ادارو کې يې لا هم شمېر ډېر کم رنګه دی.

پژواک خبري اژانس په باميانو کې د ښځو حقونو له ځينو فعالانو، له دزده کړو لرونکو مېرمنو او نجونو سره مرکې کړي دي. هغو وایي چې په دولتي ادارو کې د ښځو ګومارنې ته ډېر لږ پام کیږي او لاهم په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر ډېر کم دی.

مدني فعالان: باید د زده کړو لرونکو مېرمنو ملاتړ وشي

د باميانو د کليو پراختيا  ادارې کارکوونکې او د ښځو د حقونو فعاله عزيزه هوشمند وويل چې بامياني نجونې او مېرمنې له لوړو زده کړو سره لیوالتیا لري او ورځ تر بلې يې شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.

د دې په وینا،ډېرې داسې ښځې او نجونې شته چې د ليسانس تر کچې زده کړې لري، خو له دې امله چې په دولتي ادارو کې په دندو نه ګومارل کيږي، په کورونو ناستې دي.

هوشمند وايي:«افغانو مېرمنو ته په کاري چاپيريال، ټولنه او ان کورنۍ کې په سپکه سترګه کتل کيږي، ښځې ته ډېره سخته ده چې د لوړو زده کړو تر پایته رسولو وروسته د خپلې خوښې دنده ترلاسه  کړي.»

هغه له حکومت څخه د دې ستونزې د لرې کېدو غوښتنه کوي او زیاتوي:«لا هم زموږ ټولنه نارینه سالاره ده، له بده مرغه حکومت دې ستونزې ته پام نه دی کړی، تر اوسه هم د مېرمنو ملاتړ شعاري او پروژه یی دی.»

بامیانو کې د ښځو د حقوقو بله فعاله حليمه رضايي هم وايي:«باميان د هېواد په کچه له امنو او هغو ولایتونو  دی چې ډېری نجونې يې په زده کړو بوختې دي، خو د اندېښې خبره داده چې نجونې له پوهنتونونو څخه تر فراغت وروسته په اسانۍ سره نه شی کولای کار پيدا کړي، هر لامل چې دی، په کور ناستې دي.»

رضایي زياتوي، ډېرې لږ نجونې په دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل کيږي؛نو ځکه خو د لوړو زده کړو لرونکې ډېرې مېرمنې يا په کور ناستې دي يا يې ازاد کار غوره کړی او سوداګريزو چارو ته يې مخې کړي.

هغې هم پر دولتي ادارو نيوکې وکړې، ویې وېیل چې په دولتي ادارو کې د نجونو ګومارنې ته ډېره لږ پاملرنه کیږي.

هغې زياته کړه:« په ټولنه کې ګډون د ښځو حق دی، د واک لرل يو مهم اصل دی، نو په همدې موخه باسواده مېرمنې بايد په دولتي ادارو کې پر دندو وګومارل شي او په ټولنه کې بايد پر کار بوختې شي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.