جلال اباد( پژواک, ۶ غبرګولی ۹۹) د ننګرهار یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د حکومت او طالبانو له لوري د اوربند هرکلی او غوښتنه یې وکړه چې د اختر د ورځو اوربند دې په دایمي اوربند بدل شي.
دوی له حکومت او وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د جګړې پر ځای دې د بین الاافغاني مذاکراتو مېز ته سره کېني, ترڅو په هېواد کې روانې جګړې اووینې تويېدنې مخنیوی وشي .
دیني عالم محمد طاهر احمدزي،قومي مشر چترال همت شینواري،دیني عالم مولوي جلال ابادي،قومي مشر سید جهان جهاني او یو شمېر نورو د خبرو پر مهال وویل، هغه مسايل چې افغان حکومت او وسله وال طالبان په کې تر ټولو زیاتې ستونزې لري دوی چمتو دي چې د منځګړو په توګه په کې برخه واخلي ترڅو اختلافات پای ومومي.
د غونډې ګډونوالو خپل پرېکړه لیک هم ولوست او غوښتنه یې وکړه چې څومره ژر کېدای شي د بین الاافغاني مذاکراتو ترڅنګ افغان حکومت او وسله وال طالبان دې د نورو هېوادونو د لاسوهنې د مخنیوي په حاطر سولې ته د نږدې کېدو لپاره هڅې چټکې کړي.
د یادونې ده چې حکومت او طالبانو د اختر درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی و چې نن شپه پای ته رسیږي.
ولسمشر د اوربند په پار د طالبانو د دوه زره بندیانو د خوشې کولو اعلان کړی دی.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن