د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په لغمان کې د دوو ډلو ترمنځ نښته کې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په لغمان کې د دوو ډلو ترمنځ نښته کې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 26, 2020 - 13:54

کابل (پژواک, ۶ غبرګولی ۹۹) : په لغمان ولایت کې د دوو ډلو ترمنځ نښته کې شپږ کسان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د غبرګولي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون ماښام په دولت شاه ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه چې هلته د دوو ډلو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه شوې وه چې وروسته وسله واله نښته رامنځته شوې.

ددولتزي په وینا، په نښته کې له دواړو لوریو ۶ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دی وایی چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او اوس حالات کنټرول شوي دي.

د والي ویاند وویل چې د پېښې په تړا پلټنې پیل شوې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan