ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د دوامداره اوربند غوښتنه وکړه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د دوامداره اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
27 May 2020 - 16:46
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د دوامداره اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
27 May 2020 - 16:46

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹) : اروپایي ټولنې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د دوامداره اوربند غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د تېر اختر د ورځو اوربند هیله بښونکی بللی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د باور رامنځته کېدو او سولې ته رسېدو په برخه کې مهم بللي دي.

دوی زیاته کړې چې د تاوتریخوالي زیاتوالی به د دواړو اړخونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کېدو لامل شي. دوی وایي چې د سولې په اړه رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "موږ له ښکېلو اړخونو څخه غواړو چې بې له ځنډه د تلپاتې او بشر دوستانه اوربند په اړه چې د ملګر ملتونو غوښتنه هم ده او نړیوالې ټولنې هم د دغه وړاندیز ملاتړ کړی، چې توافق ته سره ورسیږي."

د اروپايي ټولنې سفیرانو د افغان حکومت له خوا د سلګونو طالب بندیانو د ازادولو هر کلی کړی او له وسله والو طالبانو څخه یې هم غوښتي چې د افغان حکومت د زندانیانو خلاصولو په اړه پر خپلې ژمنې هم عمل وکړي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بین الافغاني خبرو پیلولو د ځنډ په اړه نور هیڅ دلایل شتون نه لري.

د اروپايي ټولنې سفیران وايي چې افغان حکومت د بین الافغاني خبرو په اړه خپل چمتووالی ښودلی چې په وینا یې طالبان هم باید د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته چمتووالی وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د کوچني اختر په شپه په افغانستان کې د اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې تر هغه څو ساعتونه وروسته ولسمشر غني هم افغان ځواکونو ته امر وکړ چې اوربند مراعات کړي.

ولسمشرغني ترهغه وروسته د ښه نیت او سولې بهیر کې د پرمختګ په هدف د حکومت له زندانونو څخه د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصولو امر وکړ چې یوازې ۹۰۰ تنه یې تېره ورځ د پلچرخي زندان په ګډون د هېواد د نورو ولایتونو له زندانونو څخه هم ازاد شول.

په ورته وخت کې جرمني، ناروې، اندونیزیا، ازبکستان او قطر هېوادونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند هر کلي ترڅنګ ویلي چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو په هدف باید مهم ګامونه واخیستل شي.

د یادو هېوادونو په لیک کې ویل شوي:"موږ له دواړو لوریو غواړو چې په راتلونکو ورځو او اوونیو کې داسې ګامونه واخلي چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل او په نهایت کې د بحران د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لامل شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.