ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال مېلر : افغان ځواکونه د سولې لپاره بنسټیز رول لوبوي

جنرال مېلر : افغان ځواکونه د سولې لپاره بنسټیز رول لوبوي

author avatar
27 May 2020 - 14:42
جنرال مېلر : افغان ځواکونه د سولې لپاره بنسټیز رول لوبوي
author avatar
27 May 2020 - 14:42

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹) : په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مېلر او د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له ځانګړو ځواکونو څخه دلیدنې پر مهال په ډاګه کړې چې افغان ځواکونه د سولې لپاره بنسټیز رول لوبوي.

په کابل کې د ناټو د روزنې غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا د غبرګولي په ۷مه، پژواک اژانس ته په یوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ځآنګړو افغان ځواکونو له سرتېرو سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې چې ددغې لیدنې پر مهال اسدالله خالد او جنرال مېلر په خپلو خبرو کې وویل چې افغان ځواکونه د سولې رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.

دوی زیاته کړې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي او مسلکي شوي او افغانستان ته دسولې راوستلو لپاره بنسټیزحیثیت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.