ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنيت سلاکار: پکتيا ته پرمختيايي برخه کې کار نه دی شوی

د ملي امنيت سلاکار: پکتيا ته پرمختيايي برخه کې کار نه دی شوی

author avatar
27 May 2020 - 15:48
د ملي امنيت سلاکار: پکتيا ته پرمختيايي برخه کې کار نه دی شوی
author avatar
27 May 2020 - 15:48

ګردېز (پژواک، ۷ غبرګولی۹۹): د ملي امنيت سلاکار وايي چې وسله والو طالبانو د هوا په ګرمېدو بيا هم جګړو ته زور ورکړی او په همدې حال کې يې د خپل جګړه ييز تکتيک په بدلولو پر ترور ډېر تمرکز کړی دی.

د هېواد د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب ګردېز ته په کاري سفر کې د دغه ولايت له ځينو اوسېدونکو او نظامي چارواکو سره خبرې وکړې.

مُحب په نظامي جلسه کې د پکتيا له والي، د ۲۰۳ تندر قول اردو، ملي او سرحدي پوليسو له قوماندانانو او ملي امنيت له رييس سره د دغه ولايت پر امنيتي حالت او له ځينو قومي مشرانو او ځوانانو سره په سوله، د پکتياوالو کادرونو په تقرر او د ځينو لويو پروژو د چارو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ملي امنيت سلاکار وويل چې وسله والو طالبانو د هوا په ګرمېدو بيا هم جګړې ته زور ورکړی او په همدې حال کې يې د خپل جګړه ييز تکتيک په بدلولو پر ترور ډېر تمرکز کړی دی.

د ملي امنيت سلاکار د امنيتي ځواکونو پر لا تقويت ټينګار وکړ او ويې ويل حکومت د جګړې په ډګر کې د امنيتي ارګانونو ځينې اړتياوې په نښه کړې او ژر به يې پوره کړي.

نوموړي زياته کړه:((اول مو د امنيتي ارګانونو له مشرانو واورېدل، د دوی د مشکلاتو، اقداماتو او پلانونو په اړه مو په تفصيل ور سره خبرې وکړې. انشاالله د دوی چې کوم ضرورتونه دي هغه به ور پوره کړو، تر څو وکولای شي نسبي امنيت دلته هم تامين شي.))

ډاکټر حمدالله محب له قومي مشرانو او ځوانانو سره په ناسته کې خواشيني وښوده چې پکتيا ته په تېر کې کار نه دی شوی او د امنيت سربېره په پرمختيايي برخه کې لا هم اساسي کار ته اړتيا لري.

مُحب د ثبات د ټينګښت لپاره د کاري زمينو برابرېدل جدي اړتيا وبلله او ويې ويل چې د پکتيا د صنعتي پارک جوړېدو د کار چټکتيا سربېره به د ګردېز ښاري ماسټر پلان بشپړولو او تطبيق، د ګردېز حلقوي سړک، ګردېز ــ زرمت سړک جوړېدو او ګردېز ــ پټان مهم ترانزيټي سړک ترميم ته جدي پام وشي.

حمدالله محب له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل: ((متاسفانه پکتيا ته توجه نه ده شوې او ډېر کار ته ضرورت لري. د دغه ځای خلکو تل د نظام ملاتړ کړی او ترې منندوی يو چې په دغه مشکل حالت کې هم د نظام ملاتړ کوي. دلته بايد بنسټيزو او لويو پروژو ته ډېر کار وشي او په دې به ډېر کار کوو.))

د پکتيا د ولايتي شورا، قومي مشران او ځوانان د ښاري پراختيا، د لويو پرمختيايي پروژو تطبيق، په بېلابېلو پوسټونو د پکتياوالو ګومارنه او په سولې پروسه کې پر ونډه ټينګار کوي او وايي چې حاکم ټيم دې له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي.

دوی له محب سره په ناسته کې وويل, که ور سره شوې ژمنې عملي نه شي او حقونه يې ورنه کړل په لويو مدني اعتراضونو به لاس پورې کړي.

قومي مشر خواني جهاني وايي:((لويه پکتيا د کابل دروازه ده، که د لويې پکتيا ولس خپه شي او د مرکزي ادارې او پکتيا تر منځ جدايي راشي، فکر کوم دا به بيا په ناورين بدليږي او څوک به يې نه شي کنټرولولای؛ ځکه موږ ډېر محروم پاتې شوي يو، نور عمل غواړو او حوصله مو ختمه شوې ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.