ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس: د چاچې محرقه مثبته وي، هغه په کرونا اخته دی

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس: د چاچې محرقه مثبته وي، هغه په کرونا اخته دی

author avatar
27 May 2020 - 21:47
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس: د چاچې محرقه مثبته وي، هغه په کرونا اخته دی
author avatar
27 May 2020 - 21:47

کابل (پژواک, ۷ غبرګولی ۹۹) : د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نصیر احمد دراني په لوړه کچه د محرقې ناروغۍ رامنځته کېدل یوه اوازه وبلله او زیاته یې کړه، هغه خلک چې لابراتوار ورته محرقه مثبته ښودلې عملاً په کرونا ناروغۍ اخته دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له خوا د غبرګولي په ۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دراني دا څرګندونې نن د کرونا او محرقې ناروغیو د ارزونې په موخه د عامې روغتیا وزارت راغلي پلاوي سره دلیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه پلاوي چې په کې د یاد وزارت د وقایوي طب د عمومي رئیس ډاکټر بشیر حمید په مشرۍ ، د سرویلانس کواردیناتور ډاکټر حفیظ الله رسولي، متخصصینو او لابراتوار ټیم شامل دي، د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په غوښتنه د کرونا ناروغۍ د وضعیت د ارزونې، همغږۍ او ستونزو حل په موخه سفر کړی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، راغلي پلاوي د ننګرهار عامې روغتیا رئیس په مشرۍ د عامې روغتیا ریاست د بېلابېلو امریتونو مسوولینو، مرستندویه ادارو استازو ، د EPHS او BPHS مسوولینو سره د ګډ مجلس په ترڅ کې د کرونا ناروغۍ د وضعیت ، عامې روغتیا ریاست له لوري په ترسره شویو فعالیتونو، په ننګرهار کې د محرقې د اوازې د څېړولو، مخنیوي او په دې تړاو د چټکو اقداماتو د ترسره کولو په موخه ګډه ناسته وکړه .

د وقایوي طب عمومي رئیس ډاکټر بشیرحمید د خپلو خبرو په ترڅ کې د محرقې ناروغۍ د ټسټ لپاره د ځانګړي میکانیزم رامنځته کولو، د عامې روغتیا ریاست له لوري په منظم ډول د خصوصي سکتور څارنې ، عامې روغتیا وزارت له لوري پر خپل وخت د کرونا اړوند موادو د انتقال او اړونده برخه کې د ستونزو پر ژر حل خبرې وکړې.

همدارنګه د راغلي پلاوي غړیو او عامې روغتیا ریاست امرینو، مرستندویه ادارو ، EPHS او BPHS تطیبق کوونکو موسسو مسوولینو هم په خپلو خبرو کې د کرونا او محرقې ناروغۍ په توپیرونو، عامه پوهاوي او د ستونزو پر حل خبرې وکړې .

د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکټر نصیر احمد دراني په خپلو خبرو کې په لوړه کچه د محرقې ناروغي رامنځته کېدل یوه اوازه وبلله او زیاته یې کړه هغه خلک چې لابراتوار ورته محرقه مثبته ښودلې عملاً په کرونا ناروغۍ اخته دي.

نوموړي روغتیايي قوانینو او بررسۍ مدیریت ته دنده وسپارله چې خصوصي سکتور (لابراتوارونو او کتنځایونو) څارنه ترسره او بې ځایه د محرقې د ټیسټونو مخنیوی وکړي.

نوموړي دغه راز د کتلوي معافیت امر ته دنده وسپارله چې د ساري ناروغیو او سرویلانس ډیپارټمنټونو سره په ګډه عامه پوهاوی ترسره کړي چې دمګړۍ د کرونا مثبتو ناروغانو ته د محرقې نوم ورکول کیږي.

دراني زیاته کړه ، صحي قوانین دې له اړتیا پرته د ډاکټرانو له لوري د محرقې د ټیسټ له لیکلو او لابراتوارونه دې د ډاکټر د رسمي ورقې او لاسلیک پرته د محرقې ټیسټ مخنیوی وکړي او که هر څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.

د عامې روغتیا رئیس وایي، د کرونا د تشخیص لابراتوار چې زیات پرسونل یې په کرونا اخته وو، نوی پرسونل ورته استخدام او دوه تنه ورته له کابل څخه خدمتي شول چې له یوه لوري نوي پرسونل ټریننګ او له بل لوري له پرسونل سره په ورځنیو کارونو کې همکاري وکړي.

نوموړی زیاتوي, د واحد عملیاتي ادارې له لوري د ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د ۵۰۰ بسترونو مرسته شوې وه چې د ولسوالۍ صحي مراکزو ته یې ددې بسترونو انتقال هم پیل کړی.

ډاکټر نصیر احمد دراني له خلکو وغوښتل چې د روغتیايي مسوولینو سپارښتنې ومني، له خلکو فاصله واخلي، لاسونه ژر ومینځي، له لاس ورکولو ډډه وکړي، د بیروبار مخینوی وکړي او د علایمو له پیدا کېدو سره روغتیايي مراکزو ته مراجعه وکړي.

د یادونې ده چې په ننګرهار ولایت کې د محرقې ناروغي زیاته شوې او په زیاترو کورنو کې څو کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

 

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.